رحمت شاه سائل – ژوندے پیر رحمت شاه سائل صېب
ژوندے پیر رحمت شاه سائل صېب کله چې د پیرۍ او مریدۍ خبرې کېږي نو دغلته د عقیدې او عقیدت ذکر لازم او ملزوم وي، دانشوران وائي چې د پیر کمال د مرید په جهالت کې پټ دے، دا خبره دانشوران په دغه بنیاد کوي چې زمونږ د ټولنې زیات پیراندهوکه باز دي، خپل مریدان یې د خپل مهارت په زور په دغه ړوند عقیدت او جهالت کې ساتلي دي۔ خو کله چې زمونږ د ژوندي پیر رحمت شاه سائل صېب خبره راشي نو دغلته د پیرۍ او مریدۍ دغه قیصه بیخي سرچپه ده، سائل صېب پیر دے خو د دغه پیر د مریدۍ لپاره د خپلې خاورې، د خپل تاریخ، ادب او سیاست سره مینه او مطالعه ضروري ده. او هغه ځکه چې سائل صېب د خپلې زمانې د خپل تاریخ ترجمان شاعر او لیکوال دے۔ زما څلورم کال دے چې زۀ کوشش کوم چې په دغه ژوندي پیر باندې څۀ لیکل وکړم خو کله چې د خپل پیر مرتبې ته وګورم او خپلو بې معنو لفظونو ته ځیر شم نو بیا زۀ په دغه کوشش کې ناکامه پاتې شم. او هغه ځکه چې سائل صېب زما د نیکۀ په وختونو کې شعر لیکلے دے زما پلار هغه شعرونه […]
Read more