ژوندے پیر رحمت شاه سائل صېب
کله چې د پیرۍ او مریدۍ خبرې کېږي نو دغلته د عقیدې او عقیدت ذکر لازم او ملزوم وي، دانشوران وائي چې د پیر کمال د مرید په جهالت کې پټ دے، دا خبره دانشوران په دغه بنیاد کوي چې زمونږ د ټولنې زیات پیران
دهوکه باز دي، خپل مریدان یې د خپل مهارت په زور په دغه ړوند عقیدت او جهالت کې ساتلي دي۔
خو کله چې زمونږ د ژوندي پیر رحمت شاه سائل صېب خبره راشي نو دغلته د پیرۍ او مریدۍ دغه قیصه بیخي سرچپه ده، سائل صېب پیر دے خو د دغه پیر د مریدۍ لپاره د خپلې خاورې، د خپل تاریخ، ادب او سیاست سره مینه او مطالعه ضروري ده. او هغه ځکه چې سائل صېب د خپلې زمانې د خپل تاریخ ترجمان شاعر او لیکوال دے۔
زما څلورم کال دے چې زۀ کوشش کوم چې په دغه ژوندي پیر باندې څۀ لیکل وکړم خو کله چې د خپل پیر مرتبې ته وګورم او خپلو بې معنو لفظونو ته ځیر شم نو بیا زۀ په دغه کوشش کې ناکامه پاتې شم. او هغه ځکه چې سائل صېب زما د نیکۀ په وختونو کې شعر لیکلے دے زما پلار هغه شعرونه اورېدلي دي او نن زۀ د هغه شعرونو مطالعه کوم، نو د دغه درې نسلونو تجربې چې یو لیکوال بیانوي نو دغه ګران کار خو به ګران ضرور وي.
سائل صېب زمونږ ژوندے پیر دے خو مونږ یې په ړوند عقیدت کې نه یو ساتلي، مونږ ته یې هر وخت د خپلې خاورې د سیاست او د سیاست په نوم د جوړې شوې ډرامې حقیقتونه بیان کړي دي، کله چې خلکو زمونږ په وطن کې پردي جنګونه او جهادونه کول هغه وخت زمونږ پیر مونږ ته ویل چې: ۔
به خپل وطن کې جنګ را په سر دے
هلته هم زۀ مرم دلته هم زۀ مرم
پردے غوبل دے پردے اشر دے
هلته هم زۀ مرم دلته هم زۀ مرم
کله چې پښتنو یو بل ته په خپل پښتون وطن کې د مهاجر غوندې سپېرۀ پېغورونه ورکول سائل صېب هغه وخت هم دغه قام ته وئیلي دي چې:۔
پېښور او کابل دواړه دوه یاران دي
لکه دوه سترګې په یو مخ د جانان دي
د دنیا د ابادۍ دعوې دروغ دي
چې تر څو د پښتنو کورونه وران دي
چرته چې امت مسلمه، عالمي انساني ادارې د پښتنو په قتل عام خاموشه وې، سائل صېب هغه وخت هم د خاموشۍ څادر نه دے اغوستے، دغه منافقانو ته یې دغه خبره په جهار کړې ده چې: ۔
ماشومان کۀ د مشرق کۀ د مغرب دي
د خندا او د ژړا انداز یې یو دے
د خپلو خلکو د کډواله ژوند انځور یې داسې انځور کړے دے چې کله یې هم زۀ واورم ما د یو ناشنا شان کیفیت سره مخ کړي دغه انځور دغه دے چې۔
سبا به دلته کې سیلۍ د بېلتانۀ چلېږي
زلمي تامبوان راټولوي پېغلې ټالونه سپړي
څنګه چې ما پورته وویل چې سائل صېب د خاورې او ژبې ترجمان شاعر دے دغه ترجماني یې مونږ په دغه شعر کې محسوسولے شو چې۔
ساز به یې زړونه سیزي سوز به یې بڼونه سیزي
په خپله ژبه کې کۀ خپله ترانه پیدا کړې
کله چې پښتنو سیاستمدارانو خپلې سیاسي قبلې بدلې کړي دي نو سائل صېب دغه وخت هم د مفاهمت او مصلحت نه کار نه دے اخستے دے دغه وخت یې هم د خپل پښتون ضمیر ترجماني کړې ده او وئیلي یې دي چې ۔
مونږ خو انتخاب سائله کړے ؤ د نېغې لار
نېغې نېغې لارې چې کږې شي سړے څۀ وکړي
د دغه شعر تر څنګ ماته د سائل صېب بې شمېره شعرونه هغه وخت رایاد شي کله چې د پښتون وطن پښتانۀ خپلې قبلې د خپلو غرضونو په خاطر بدلې کړي، په دغه شعرونو کې یو شعر دغه هم دے چې
هر لېوني د خپل جنت په طرف لار ونیوه
هیڅوک په خپل اولس راتلونکے عذاب نه پېژني
سائل صېل چې کله د خپل غني وطن پښتانۀ بچي د عربو په شګلنه خاوره ولیدل نو دغه شعر یېبې اختیاره هلته په ترنم وئیلے دے چې۔
په باډیوو پسې روان یې په پردو دشتو کې
د خپلو پښو لاندې پرتې خزانې نه پېژنې
لنډه دا چې سائل صېب د خپل قام ،د خپلې ژبې د خپل کلتور ترجمان شاعر دے د دغه ژوندي پیر په ترجمانۍ باندې کۀ خبرې شروع شي نو دغه خبرې په زر مخه کتاب کې هم نه راټولېږي، او هغه ځکه چې سائل صېب یوازې یو شاعر نه دے لیکوال نه دے، صحافي هم دے او د خپل وخت سیاستمدار هم دے، د سائل صېب په ژوند او فن باندې خبره کول ډېر ګران کار دے خو زۀ دومره کولے شم چې یوازې د خپل پښتون احساس اظهار وکړم او دغه اظهار هم د سائل صېل په دغه شعر کې کول غواړم چې۔
تار د جنون او د شعور د رشتې ولې غوڅ کړم؟
تش سړی نه یم، د یو فکر لېونی هم یم
سایل صېب دې ژوندے وي او دغه ټپه دې د سائل صېب شعر او شخصیت ته ډالۍ وي چې
ستا د ښایست ګلونه ډېر دي
جولۍ مې تنګه زۀ به کوم کوم ټولومه
جواد ازار
مردان بائېزوخرکے
۲۰ جون ۲۰۲۳