ولې ته سائل نۀ پېژنې؟
(عزيز الله اتمان خېل)
رحمت شاه سائل صېب څوک دے۔ ځنې خلک دومره ډېر مقبول مشهور ئي چې هر څوک ئي د خپلې فنکارۍ , شاعرۍله وجې پېژنې خو دومره ئي پېژنې چې څومره لوے فنکار دے څومره لوے اديب دے څومره لوے نقاد دے خو بلها خلک شته چې د پېژنګلو باجود د دې لوے شخصياتو د شخصي ژوند پۀ اړه معلومات نۀ لري۔ رحمت شاه سائل صېب هم دغه رنګ يو لوے شاعر,اديب,پوهان,لوے شخصيت دے کۀ هر څومره د دوې د نوم نۀ هر باشعوره پښتون خبر دے خو ډېر داسې خلک شته چې د ډېر شرم له وجې د چانه تپوس هم نۀ شي کولے چې رحمت شاه سائل صېب د کوم ځاے دے؟او کۀ چرې وکړي نو باخبره خلک ورته پۀ داسې نظر ګوري “لکه ته رحمت شاه سائل نۀ پېژني؟ مړه ستا خو جنازه هم نۀ کېږي” دا خبره صرف د رحمت شاه سايل تر حده محدود نۀ بلکې هر لوے اديب,شاعر متعلق دا خبره کېږي۔
رحمت شاه سائل څوک دے؟
د رحمت شاه سائل صېب خپل نوم ‘رحمت شاه خان’دے تخلص ئي مونږ ټولو ته علم دے چې سائل دے۔پۀ 10جولائي کال 1945 عيسوي کښې د (ملاکنډايجنسۍ) درګۍ کښې پېدا شوے دے۔ خو د رحمت شاه سائل نمسي خېبر راته يوه ناسته کښې وئيلي ؤ چې تقريباََ درې سوه کاله مخکې زمونږ نيکونه د باجوړ پۀ “ارنګ” نوم علاقه کښې اوسيدل هغه زياته کړه چې ارنګ نه مونږ رغلو نو دغه علاقه شړه وه چې مونږ اباده کړه۔په دې اړه زمونږ مشر شېر محمد کاکاجي وائي “رحمت شاه سائل پۀ قام اتمانخېل دے پۀ اتمانخېلو کښې بيا شموزے دے او پۀ شموزو کښې بيا پائينده خېل دے پائينده خېل کښې شېخانے دے۔ شېر محمد کاکا وائي چې د دوې نيکه د غر شموزي د ترغاؤ نه تلے دے او په درګۍ کښې اباد شوے دے۔ بهر حال ښکاره ده رحمت شاه سائل صېب پښتون دے اوبيا ئي د کرلاڼ نسل سره تعلق لري او بيا اتمانخېل شموزے, پائينده خېل دے۔
سائل صېب پښتو ادب کښې يو خاص مقام لري پۀ لر او بره پښتونخوا کښې ئي خپل نوم پېدا کړے”رېبار”د چنارونو نه لمبې ووتې”تابه به په خپل تصوير کښې څوک ځايوي”غرمې لمبې لمبې”ستا خبرې د سندرو سر نامې دي”حالات چې اور وروي”درد چې د څړيکو څانګې وسپړدلي”د وينو رنګ په لمبو څنګه ښکاري”د لمبو په سېوري”د وير په چم کښې وار د نغمو دے”نرګس بيمار بيمار”داسې ئي نور هم د شاعرۍ کتابونه شته۔د افسانو مجموعه “اخري سندره”په نوم چاپ ده۔چونکې نن شلم (20)جون دے او دا د رحمت شاه سائل صېب ورځ لمانځلے شي زما له اړخه ټولو پښتونو ته دا ورځ مبارک شه “سائل نازوئ”
لۀ اړخه هلځون پښتو ادبي څانګه
ليکونکےعزيز الله اتمانخېل